د پاکستان د سند ایالت سترې محکمې دوو کم عمره هندوانو خویندو ته، چې ویل کیږي تښتول شوې، په زوره مسلمانه شوې او له مسلمانو نارینه وو سره واده شوې وې، اجازه ورکړې چې خپل کور او مور او پلار ته ستنې شي.

د هند د پي ټي‌ای خبري اژانس د راپور له مخې، دا دوه خویندې چې ۱۴ او ۱۳ کاله عمر لري، د اګست په ۲۹مه د سند ایالت کې د خپل کور له څېرمه تښتول شوې وې. ادعا کیږي چې دوی په زوره مسلمانه کړای شوې او بیا له هغو مسلمانو نارینه وو سره واده ته اړ ایستل شوې چې عمرونه یې تر دوی ډېر زیات وو.

دغه خویندې د سپټمبر په میاشت کې وژغورل شوې، خو یوې لومړنۍ محکمې کور ته د بېرته تګ لپاره د دوی له پرله پسې غوښتنو سره سره، درې ځله دوی د ښځو امن کور ته استولې وې. بالاخره، قضیه د سند سترې محکمې ته راجع شوه.

د سند سترې محکمې د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۰مه، حکم وکړ چې نجونې کولی شي د خپلو والدینو کور ته لاړې شي. همدارنګه په دې قضیه کې د دوو تورنو کسانو پر وړاندې یو رسمي شکایت (FIR) هم ثبت شوی دی.

شیوا کاچي، چې په سند کې د محرومو ټولنو د حقونو لپاره د "پاکستان دراور اتحاد" په نوم د یوه غیر دولتي سازمان مشري کوي، د محکمې له دې پرېکړې هرکلی وکړ. هغه وویل چې سازمان یې تل د کم عمره نجونو د بنسټیزو حقونو د سرغړونې د مخنیوي لپاره مبارزه کړې ده.

د دې کورنۍ وکیل هم له خپلې کورنۍ سره د دغو دوو خویندو د یوځای کېدو پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې هغه د څو نورو هندو کورنیو استازیتوب هم کوي چې لوڼې یې په ورته ډول تښتول شوې او جبري ودونو ته اړ ایستل شوې دي.

سرچینه: PTI خبري اژانس

🌐

Author