یوه اداکاره چې کیوریانکا کیلچر نومیږي، د هالیوډ پر مشهور ډایرکټر جیمز کامرون او ډیزنی شرکت باندې عریضه کړې ده. هغې ادعا کړې چې په اوتار فلم کې د نیتیری کرکټر لپاره د هغې څېره له اجازې پرته کارول شوې ده.
په دې شکایت کې ویل شوي چې کامرون د دې اداکارې یو پخوانی انځور هغه مهال کارولی چې نوموړې یوازې څوارلس کلنه وه. دې موضوع په سینما کې ډېر بحثونه راپورته کړي دي.
اوس مهال دا دوسیه په محکمه کې څېړل کیږي ترڅو معلومه شي چې د دې اداکارې حقونه تر پښو لاندې شوي که نه. دا پرېکړه کولی شي د فلم جوړولو پر صنعت لوی اغېز ولري.
🌐 #فلم #هالیوډ #اوتار