د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې بې ثباتي لا هم دوام لري. هغه ټینګار وکړ چې دا هیواد لاهم په سیمه کې د پولې اخوا جرمونو او ترهګریزو ګواښونو یوه لویه سرچینه ده.
دغه روسي چارواکي په منځنۍ اسیا کې د پوځي شتون لپاره د سیمې د بهرنیو هیوادونو پر هڅو هم نیوکه وکړه او هغه یې د نه منلو وړ وبلله. هغه خبرداری ورکړ چې ګاونډیو هیوادونو ته د جنګیالیو د نفوذ جدي خطر شتون لري.
روسیې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو سره سره تل د منځنۍ اسیا پر امنیت د ترهګرو ډلو د اغیزو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده. د شانګهای سازمان هم ورته اندیښنې مطرح کړې دي.
#افغانستان #روسیه #امنیت #شانګهای
🌐