اروپایي کمیسیون تایید کړې چې د طالبانو د حکومت چارواکو ته یې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره بلنه لیږلې ده. دا غونډه چې په بروکسل کې جوړیږي د افغان کډوالو د ایستلو پر موضوع به تمرکز وکړي.
د دې کمیسیون ویاند څرګنده کړه چې دا خبرې یوازې په تخنیکي کچه دي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي. دا پروګرام د یو شمیر اروپايي هیوادونو په غوښتنه د کډوالو د ستنولو همغږي کولو لپاره پیل شوی دی.
د دې خبرو په لومړي پړاو کې به ډیر تمرکز په هغو کسانو وي چې امنیتي ګواښ ګڼل کیږي. په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالانو د اروپايي ټولنې پر دې پریکړې سختې نیوکې کړي او د درولو غوښتنه یې کړې ده.
🌐 #افغانستان #مهاجرت #اروپايي\_ټولنه