د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې د طلوع نیوز د خبریالانو نیول او د دې رسنۍ پر دفتر برید په افغانستان کې د ویرې فضا لا پسې زیاتوي. دغه بنسټ د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې منصور نیازي او عمران دانش سمدستي خوشې کړي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت استخباراتي ځواکونو د دغو دوو خبریالانو تر نیولو وروسته د موبي ګروپ پر ودانۍ یرغل وکړ او د کارکوونکو ټیلیفونونه یې ضبط کړل. دې کمېټې ټینګار کړی چې خپلواکې رسنۍ باید له لاسوهنې او فشار پرته خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه دا کړنې په هیواد کې د بیان آزادۍ د ځپلو یوه برخه ګڼي. د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته د خبریالانو پر کار سخت محدودیتونه لګول شوي او ډیری رسنیز فعالان اړ شوي چې له افغانستان څخه ووځي.

#بیان\_آزادي #طلوع\_نیوز #افغان\_خبریالان

🌐

Author