د طالبانو د حکومت مشر په یوه نوي فرمان کې څلور لوړپوړي چارواکي په پوځي او ملکي دندو ګومارلي دي. د دغه فرمان له مخې په کابل او نورو ولایتونو کې د والیانو او امنیه قوماندانانو په کچه بدلونونه راغلي دي.

په دې بدلونونو کې د کابل پخوانی امنیه قوماندان ولي حمزه د غزني د نوي والي په توګه او د غزني پخوانی والي عبدالصمد جاوید د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي. همدارنګه د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ او البدر قول اردو لپاره نوي چارواکي معرفي شوي دي.

راپورونه ښیي چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د حکومت زیاتره ټاکنې یوازې له یوه ځای څخه بل ځای ته د خپلو کسانو لیږد دی. تر اوسه د دوی له ډلې بهر هیڅ کوم نوی کس یا ښځې په کابینه کې شتون نه لري.

#طالبان #افغانستان #نوي\_چارواکي

🌐

Author