د حلال محصولاتو نړیوال نندارتون د روسیې په کازان ښار کې د افغانستان د دیرشو سوداګریزو شرکتونو په ګډون په رسمي ډول پرانستل شو. دا اقتصادي پیښه د روسیې او اسلامي نړۍ د نړیوالې غونډې یوه برخه ده چې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه جوړیږي.
په دې بازار کې د بیلا بیلو اسلامي هیوادونو د تولیدونکو لخوا ډول ډول خوراکي توکي او جامې چې حلال سند لري نندارې ته ایښودل شوي دي. د لوړو زده کړو د وزیر په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم په دې اقتصادي غونډو کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
شمېرې ښيي چې د افغان سوداګرو له خوا د تاتارستان د حلالو محصولاتو پېرود د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. تمه کیږي چې روسي او افغان چارواکي د دې غونډې په څنډه کې د نفتي توکو د پیرودلو او ودانیزې پانګونې په برخه کې نوي تړونونه لاسلیک کړي.
#اقتصاد #روسیه #سوداګري #افغانستان
🌐