د هیواد کرکټ بورډ اعلان کړی چې د کرکټ غوره لیګ د بیا پیلولو لپاره یې د لوبډلو د امتیازاتو ورکولو لړۍ پیل کړې ده. د شل اوریزو لوبو دغه مهمې سیالۍ له څو کلن ځنډ وروسته ټاکل شوې چې د روان کال په وروستیو کې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.

د دې بورډ چارواکي وايي چې دغه لیګ د هیواد له پنځو لویو ولایتونو څخه د استازو په ګډون پلان شوی دی. له هیواده بهر د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د معیاري زیربناوو برابرول او د بهرنیو پانګوالو او لوبغاړو د پام اړول دي.

د دې لیګ بیا پیلول د کورنیو لوبغاړو لپاره د نړیوالې تجربې ترلاسه کولو لپاره یو ښه فرصت کیدی شي. د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي خو د ښځو ورزش لا هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی.

#کرکټ #غوره\_لیګ #افغان\_ورزش

🌐

Author