د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اعلان کړی چې د افغانستان څلور اویا سلنه خلک د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. اقتصادي فشارونو سختې وچکالۍ او د کډوالو پراخ راتګ په دې هېواد کې بشري بحران لا پسې ژور کړی دی.

د راپور له مخې میلیونونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان څخه پرته له دندې او سپما راستانه شوي دي. دا بنسټ وايي چې د افغانستان کمزوری اقتصاد د دې ګړندۍ نفوس ودې او د هغوی د ژوند برابرولو توان نه لري.

د دې ترڅنګ د ښځو پر کار او زده کړو لګول شویو محدودیتونو اقتصادي بحران لا پسې زیات کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو په کمېدو سره ښايي په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت تر دې هم خراب شي.

🌐

#افغانستان #اقتصاد #بقر #بحران

Author