د افغان حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پر خپلو پولیسو یې له دوه زره ډېر موټرسایکلونه او ګړندي موټر وېشلي دي. د دې ګام اصلي موخه د امنیتي ځواکونو ښه سمبالول او پیاوړي کول په ګوته شوي دي.
د دې وزارت ویاند وايي چې دوه زره موټرسایکلونه یوازې امنیتي پولیسو ته ځانګړي شوي دي. د دې ترڅنګ سل موټر په کابل کې د پولیسو قوماندانۍ او لسګونه نور د اطفائیې او ترافیکو برخو ته سپارل شوي دي.
د پولیسو د سمبالولو دا بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې په دې وروستیو کې په کابل او نورو ولایتونو کې د ناامنیو او وژنو د زیاتوالي په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.
🌐
#پولیس #افغانستان #امنیت #کابل