د نوتردام پوهنتون په يوه نوي تحقيقي راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويې پلاوي يا يوناما په ماموريت کې پر بنسټيزې بيا کتنې ټينګار کړى دى. دا بنسټ غواړي چې يوناما پر خپل سياسي رول ډېر تمرکز وکړي.
د دې راپور له مخې اوسنى ماموريت خورا پراخ شوى او د لومړيتوبونو بيا ټاکلو ته اړتيا لري. څېړونکو وړانديز کړى چې بشري دندې بايد د ملګرو ملتونو نورو تخصصي ادارو ته وسپارل شي ترڅو د دې ماموريت اغېزمنتيا زياته شي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په دې وروستيو کې د يوناما ماموريت يوازې د درېيو مياشتو لپاره غځولى دى. د ماموريت دا لنډمهاله غځول د امريکا په غوښتنه او د دې ادارې د کړنو د هر اړخيزې ارزونې په موخه ترسره شوي دي.
#یوناما #ملګري\_ملتونه #افغانستان
🌐