د پاکستان پولیسو د دې هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او په زوره شړلو نوې څپه په ډیر شدت سره پیل کړې ده. دا لړۍ په خپله خوښه د وتلو لپاره د قانوني مودې له پای ته رسیدو سمدستي وروسته پیل شوه.

پاکستاني چارواکو اعلان کړی دی چې حتی هغه کسان چې د تیرې نیټې تابعیت کارتونه او د ملګرو ملتونو اسناد لري، هم شړل کیږي. په پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د لټون عملیات لاهم په پراخه کچه دوام لري.

د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو په وار وار له پاکستان څخه غوښتي چې دا اجباري شړل سمدستي ودروي. په شړل شویو کې خبریالان، مدني فعالان او پخواني پوځیان شامل دي چې په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

#کډوال #پاکستان #افغانستان #بشري\_حقونه

🌐

Author