په پاکستان کې د روسيې سفير خبردارى ورکړى چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي زياتېدو سيمه ييزې سوداګرۍ ته زيان رسولى دى. دې اختلافاتو په منځنۍ اسيا کې د مهمو بنسټيزو پروژو پلي کول ځنډولي دي.
دغه روسي ديپلومات زياته کړې چې د پاکستان او منځنۍ اسيا ترمنځ د سوداګرۍ بهير د دې ترينګلتياوو له امله سخت اغېزمن شوى دى. د کاسا زر او ټاپي ګازو نل ليکې په څېر د سترو انرژۍ پروژو راتلونکى لا هم مبهم دى.
روسيې اعلان کړى چې د دواړو لورو د غوښتنې په صورت کې منځګړيتوب ته چمتو ده. مسکو همداراز له لوېديځو هېوادونو غوښتي چې د خلکو د اقتصادي وضعيت ښه والي لپاره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
#روسیه #پاکستان #افغانستان
🌐