سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د بدخشان ولایت په شکي ولسوالۍ کې د کانونو د کنټرول پر سر د ځایي اوسیدونکو او د طالبانو حکومت د ځواکونو ترمنځ شخړې لا هم دوام لري. خلک د خپلو ځمکو څخه د یوه قوماندان د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.
دا نښتې چې د کوکنارو د کروندو او کانونو پر سر د وسله وال مقاومت په بڼه رامنځته شوي ځاني زیانونه هم اړولي دي. تر اوسه په بیلا بیلو ولسوالیو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او له دیرشو ډیر نور ټپیان دي.
سیمه ییز اوسیدونکي د تیارسئ په حالت کې دي او ځینې لارې یې تړلې دي. د طالبانو حکومت والي د دې بحران د حل لپاره سیمې ته تللی خو لا کومه پایله نه ده ترلاسه شوې.
#افغانستان #بدخشان #طالبان #کانونه
🌐