د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په کونړ ولایت کې پر استوګنیزو سیمو او د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون د بریدونو ادعاوې په بشپړه توګه دروغ بللې دي. دغه وزارت ویلي چې پر ملکي اهدافو هیڅ ډول برید نه دی شوی.
پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د دوی پوځي عملیات یوازې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کیږي او اصلي هدف یې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو له منځه وړل دي. دوی دا راپورونه د خواخوږۍ د راجلبولو یوه هڅه ګڼي.
خو د طالبانو حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي. پاکستان تل ادعا کوي چې وسله والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.
#پاکستان #افغانستان #کونړ
🌐