بریتانوي رسنیو خبر ورکړی دی چې شهزاده هري او د هغه مېرمن مګان مارکل د نتفلیکس شبکې لپاره د جګړې یو فلم جوړوي. دا سینمایي اثر د افغانستان په جګړه کې د یوه پوځي قوماندان د رښتینو خاطرو پر بنسټ جوړیږي.
دا پروژه د دوی د خپل تولیدي شرکت له خوا پرمخ وړل کیږي او د یوه بریتانوي پوځي واحد کیسه بیانوي چې په هلمند ولایت کې تر کلکې کلابندۍ لاندې راغلی و. د دې فلم موخه د سختو نښتو انځورول دي.
شهزاده هري چې په بریتانوي پوځ کې د دندې تجربه لري، د دې کیسې له فضا سره ښه بلد دی. نوموړي تر دې وړاندې دوه ځله د پوځي ماموریتونو لپاره په افغانستان کې د هلمند ولایت ته سفر کړی و.
🌐 #سینما #نتفلیکس #افغانستان #فلم