په بدخشان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی دی چې یو ځوان د کوکچه سیند په تېزو اوبو کې ډوب شوی دی. دا غمجنه پېښه د جمعې په مازدیګر د فیض اباد ښار په ترګني سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دې ځوان ملګري وایي چې نوم یې فیصل و او په اصل کې د کابل اوسېدونکی و. هغه د کار کولو لپاره په یوه کان کې بدخشان ولایت ته سفر کړی و چې له دې بدمرغې پېښې سره مخ شو.

د راپورونو له مخې تر اوسه د دې ځوان جسد له اوبو نه دی ایستل شوی او د موندلو لپاره یې د سیمې د خلکو هڅې روانې دي. د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

🌐 #افغانستان #بدخشان #کوکچه #پېښه

Author