په کابل کې سرچینو تایید کړې ده چې یو ځوان د باغ بالا په سیمه کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا په بې رحمانه ډول وژل شوی دی. بریدګرو د دې ځوان له حلالولو وروسته د هغه موټر هم له ځانه سره وړی دی.
دا خونړۍ پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې او تر اوسه د قرباني اصلي هویت رسنیو او خلکو ته نه دی څرګند شوی. عیني شاهدان وایي چې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونه له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي دي.
په وروستیو اونیو کې په کابل کې د مرموزو وژنو او وسله والو غلاوو د زیاتوالي په اړه راپورونه په بې ساري ډول زیات شوي دي. د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د دې بوږنوونکي جنایت او د عاملینو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
🌐 #افغانستان #کابل #امنیت #پېښه