هندو ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو یو جګپوړی دیپلومات، نور احمد نور نوي ډیلي ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د افغانستان د سفارت سرپرستي پر غاړه واخلي.
دا ګام د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو نښه ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، په سفارت کې د طالبانو د استازي پر حضور د امیرخان متقي د ۲۰۲۵ کال د سفر پر مهال هوکړه شوې وه.
که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لا په رسمي توګه دا ټاکنه نه ده اعلان کړې، خو تمه ده چې ښاغلی نور به ډېر ژر خپل کار پیل کړي.
هند که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې یې خپل تخنیکي ماموریت پرانیستی او اړیکې یې پراخې کړې دي. ویل کېږي چې د سفارت پر ودانۍ لا هم درې رنګه بیرغ رپېږي، خو د نوي استازي په راتګ سره د بدلون امکان شته.