د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي دي چې د بې پیلوټه الوتکې یوه برید د براکه اټومي بټۍ په یوه برخه کې اورلګېدنه رامنځته کړې ده. دې برید د اټومي بټۍ له اصلي انګړ څخه بهر یو د بریښنا جنراتور په نښه کړی دی.
چارواکو ټینګار کړی چې د دې بټۍ د خوندیتوب کچه په عادي حالت کې ده او د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او اماراتو هم څوک نه دي تورن کړي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې دوی وضعیت په جدي توګه څاري. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په خلیج سیمه کې پوځي او ډیپلوماټیکې ناندرۍ لا هم روانې دي.
#امارات #اټومي\_بټۍ #منځنی\_ختیځ
🌐