د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې دي. هغه دا ادعاوې یوازې بې بنسټه پروپاګند او د تیرو تورونو تکرار بللی او پر امنیت یې ټینګار کړی دی.
د طالبانو ویاند په یوه غږیز پیغام کې ټینګار کړی چې دوی په هیڅ صورت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي. له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې وه چې افغانستان کې د ترهګرو اډې شتون لري.
پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله افغان چارواکي وسله والو ډلو ته په ځای ورکولو تورن کړي دي. خو سره له دې، ملګرو ملتونو او ځینو ګاونډیو هیوادونو هم د افغانستان په خاوره کې د زرګونو بهرنیو جنګیالیو او د داعش په څیر ډلو د فعالیت په اړه اندیښنه ښودلې ده.
#طالبان #افغانستان #پاکستان #امنیت
🌐