د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې د کابل په ولایت کې د پوهنتونونو د کانکور ازموینې درېیم پړاو په رسمي ډول پیل شو. دا مهمه ازموینه په داسې حال کې ترسره کیږي چې نجونې لاهم په کې له ګډون څخه بې برخې دي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، سږ کال شاوخوا یو سلو شل زره نارینه نوماندان په دې ازموینه کې سیالي کوي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی چې له زده کړو څخه د نجونو محرومول به د هېواد د راتلونکي لپاره خورا ناوړه پایلې ولري.
یونیسف ټینګار کړی چې د ښځو پر زده کړو د بندیز دوام به د روغتیا او پوهنې په برخو کې د مسلکي کسانو کمښت لا پسې زیات کړي. همدارنګه د محصلینو د شمېر کمېدو له امله لسګونه پوهنتونونه د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
#کانکور #د\_نجونو\_زده\_کړه #افغانستان
🌐