په کابل کې د بوعلي سینا بلخي درې ورځنی طبي نندارتون د چمن حضوري په سیمه کې پرانیستل شو. دغه نندارتون د عامې روغتیا وزارت لخوا د کورنیو طبي تولیداتو د ملاتړ او د روغتیایی خدمتونو د پراختیا په موخه جوړ شوی دی. په دې نندارتون کې بیلابیل کورني روغتیایی محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د پرانیستې په مراسمو کې روغتیایی چارواکو وویل چې افغانستان د درملو د خامو موادو لپاره ډیر ظرفیت لري. دوی ټینګار وکړ چې د مناسبې پانګونې سره، هیواد کولی شي ډیر ژر د درملو په تولید کې ځان بسیاینې ته ورسیږي او په وارداتو تکیه کمه کړي.

دا نندارتون په داسې حال کې جوړیږي چې له پاکستان سره د پولو تړل کیدو له امله د درملو بیې ډیرې لوړې شوې دي. ډیری هیوادوال د درملنې د لګښتونو له زیاتوالي څخه شکایت کوي او د ناروغانو درملنه ورته سخته شوې ده.

#افغانستان #روغتیا #نندارتون #کابل

🌐

Author