د بحران نړیوالې ډلې په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې افغان میرمنې د طالبانو د حکومت د پراخو محدودیتونو په غبرګون کې، تر بل هر وخت ډیر انلاین سوداګرۍ او کورنیو کسبونو ته مخه کړې ده. دا فعالیتونه د دوی د معیشت تامینولو یوه لاره ده.

دا راپور ښیي چې په عامه ځایونو کې د زده کړې او کار له منع کیدو وروسته، ټولنیزې شبکې او انټرنیټي پلور د میرمنو لپاره په یوه مهم ځای بدل شوی دی. د دې سوداګریو لویه برخه د لاسي صنایعو، ګنډلو او د خوراکي توکو تولید په برخه کې فعالیت کوي.

د بحران نړیوالې ډلې د ښځینه متشبثینو ننګونو ته په اشارې سره، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مالي مرستو او ډیجیټل زده کړو له لارې د دوی ملاتړ وکړي. دې بنسټ ټینګار کړی چې اقتصادي ملاتړ له افغان میرمنو سره د مرستې ترټولو غوره لار ده.

🌐

#افغانستان #میرمنې #انلاین\_سوداګرۍ #افغان\_میرمنې

Author