د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمیټې د طالبانو د حکومت هغه ۱۸م فرمان په کلکه غندلی چې د واده لپاره د نجلۍ چوپتیا د رضایت په مانا بولي. دې کمیټې ویلي چې دا فرمان د ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د دې بنسټ د اعلامیې له مخې، تر ۱۸ کلنۍ کم عمره واده جبري ګڼل کیږي، ځکه ماشومان د ازادې او بشپړې پریکړې وړتیا نه لري. کمیټې ټینګار کړی چې د بلوغ سن ته رسیدل نشي کولای د واده لپاره د چمتووالي او قانوني بلوغ معیار وي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ماشومانو واده افغان نجونې له تاوتریخوالي، د زده کړو له محرومیت او رواني زیانونو سره مخ کوي. تر دې وړاندې یونیسف هم په افغانستان کې د ماشومانو د واده پر عادي کیدو نیوکه کړې وه.
#د\_ماشومانو\_حقونه #افغانستان #ملګري\_ملتونه
🌐