د روسیې د لومړي وزیر مرستیال اعلان کړی چې مسکو د یوې نوې لویې لارې د جوړولو لپاره د چین د ګډون ارزونه کوي. دا سړک د کسپین سمندرګي په اوږدو کې تیریږي او په پای کې به له افغانستان او پاکستان سره وصل شي.

نوموړي د یوې نړیوالې غونډې په څنډه کې ټینګار وکړ چې روسیه د خپلو ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا لپاره د بهرنیو پانګونو د راجلبولو په لټه کې ده. د ختیځ سړک دهلیز د دې هېواد یوه له مهمو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کیږي.

دا سوداګریزه لاره له روسیې پیلیږي او د قزاقستان، ترکمنستان او ایران په تېرېدو سره افغانستان ته رسیږي. دا پروژه کولی شي د ترانزیت او اقتصاد له پلوه په سیمه کې د افغانستان د پرمختګ لپاره خورا مهم رول ولوبوي.

#روسیه #چین #افغانستان

🌐

Author