د پاریس یوې محکمې یو ۲۹ کلن هندی سړی، روهان رانه، د یوې "نارینه پلوه" ډلې د مشرۍ په تور په ۲۰ کاله بند محکوم کړ. دغې ډلې ځوانې نجونې، چې ډیری یې کم عمره وې، د جنسي کړنو ترسره کولو ته اړ ایستلې. دا خبر د جمعې په ورځ فرانسوي چارواکو اعلان کړ.

د فرانس ۲۴ دولتي تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د رانه محاکمه د دوشنبې په ورځ په پاریس کې په یوه ځانګړې جنایي محکمه کې او په پټه توګه پیل شوه. محکمې په پای کې هغه په یوه نړیواله جنایي شبکه کې د لاس لرلو له امله مجرم وپېژانده چې په امریکا، برتانیا او کاناډا کې یې زیان منونکي ماشومان په نښه کول او د تاوتریخوالي او جنسي ویډیوګانو تولید ته یې اړ ایستل.

څارنوالانو د رانه لپاره، چې دوی یې "د سادیزم او خورا تاوتریخوالي نوي نازي مینه وال" بللی و، د ۳۰ کلونو بند غوښتنه کړې وه. محکمې ته وویل شول چې د رانه په مشرۍ د دې ډلې د لسګونو قربانیانو ډیری یې امریکایي نجونې وې، چې ډیری یې تر ۱۵ کلونو کم عمره وې.

دا ډله، چې د "CVLT" په نوم پیژندل کیده، د کوویډ-۱۹ وبا څخه مخکې په ډیسکارډ پلیټ فارم کې فعاله شوه او رانه یې مشر و. څارنوالانو وویل چې دا ډله د نیهیلیزم، توکمپالنې، یهودیت ضد، نازي جمالیات او ارزښتونو، او د فیمینستانو او LGBTQ ټولنې څخه د کرکې په انګیزو پرمخ وړل کیده. د دې ډلې نور ځوان نارینه غړي د متحده ایالاتو، هند، آلمان او نیوزیلینډ څخه وو.

رانه، چې د زده کړو لپاره فرانسې ته تللی و، لومړی د انتیب په جنوبي ښار کې په یوه سوداګریزه ښوونځي کې زده کړې وکړې او بیا د ورزش روزونکی شو. هغه لومړی ځل په ۲۰۲۱ کال کې په فرانسه کې وروسته له هغه ونیول شو چې امریکایي چارواکو د "CVLT" په ډله کې د هغه د مشرۍ او دا چې څنګه یې د خپل "سادیزم" د پوره کولو لپاره خپله هیله ښودلې وه، معلومات ورکړل.

سرچینه: فرانس ۲۴

🌐

Author