بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې لسګونه افغان وګړي اوسمهال د دې هیواد په کاسفورډ هوایي اډه کې ژوند کوي. سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې څلورویشت افغان کورنۍ د دې اډې په خدماتي هستوګنځایونو کې ځای پرځای شوي دي.
په دې کورنیو کې لویان او ماشومان شامل دي چې د افغان وګړو د بیا میشتیدنې پروګرام لاندې بریتانیا ته لیږدول شوي دي. له دې سره سره د سیمې ځینو اوسیدونکو د دغو کډوالو د پاتې کیدو د مودې په اړه د روښانه معلوماتو پر نشتوالي اندیښنه ښودلې ده.
بریتانوي چارواکو ویلي چې دوی له دې کورنیو سره همکاري کوي ترڅو د دوی لپاره د ژوند مناسب ځای پیدا کړي. ټاکل شوې چې د دې کډوالو لومړۍ ډله به د روان کال تر نومبر میاشتې پورې دا اډه په بشپړه توګه پریږدي.
#مهاجرت #افغانستان #بریتانیا
🌐