د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خبرداری ورکړی چې د مسکو او د شمالي اتلانتیک تړون ترمنځ د مستقیمې نښتې ستراتیژیک خطر مخ په زیاتیدو دی. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول نظامي تقابل به د نړۍ لپاره خورا ناوړه پایلې ولري.
سرګي ریابکوف په یوه مرکه کې وویل چې له مسکو سره د قریب الوقوع جګړې د ګواښ په اړه د اروپايي هیوادونو څرګندونو تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی. هغه په اروپا کې پر ځینو پاروونکو نظامي او اټومي کړنو هم سخته نیوکه وکړه.
روسي چارواکو په اروپا کې د نظامي تحرکاتو په اړه اندیښنه ښودلې او دا یې د لویدیځ چټک نظامي کیدل بللي دي. دا تاوتریخوالی په اوکراین کې د جګړې له پیل وروسته د روسیې او لویدیځ ترمنځ په بې ساري ډول پراخ شوی دی.
#روسیه #ناټو #نړۍ
🌐