په کابل کې د طالبانو حکومت د پولیسو قوماندانۍ تایید کړې چې پخوانی افغان جنرال شعورګل پښتون د دوو ښځو د وژنې په تور نیول شوی. دا پېښه د تېرې اونۍ په وروستیو کې د کابل په اوولسمه حوزه کې شوې ده.

د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا، پښتون پر وژنو اعتراف کړی او دوسیه به یې د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي بنسټونو ته واستول شي. هغه په مخکني حکومت کې د دفاع وزارت مرستیال او د تندر قول اردو قوماندان و.

دې پخواني جنرال دوه کاله مخکې له طالبانو سره بیعت کړی و. د هغه نیول کېدل په داسې حال کې کېږي چې نړیوالو بنسټونو په وروستیو کلونو کې د طالبانو له خوا د سلګونو پخوانیو پوځیانو پر نیول کېدو سخته اندېښنه ښودلې ده.

#کابل #طالبان #پخوانی\_جنرال

🌐

Author