روسیې تر شاوخوا نوي کلونو وروسته د تاجیکستان د بنسټ ایښودونکو لکه نصرت الله مخصوم، شیرین شاه شاه تیمور او نثار محمد یوسفزي د قبرونو خاوره تاجیک پلاوي ته وسپارله. دا مراسم د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ترسره شول.

دا تاریخي شخصیتونه په نولس سوه اووه دیرش کال کې د جوزف سټالین د واکمنۍ پر مهال پر سیاسي تورونو اعدام شوي وو. د دوی جسدونه په مسکو کې په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي وو، خو وروسته برائت ورکړل شو.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د دې مخکښو څېرو د قبرونو خاوره ترلاسه کړه. ټاکل شوې چې دا خاوره دوشنبه ښار ته ولیږدول شي او د تاجیکستان د ملي اتلانو د یادګار په یوه برخه بدله شي ترڅو یاد یې تازه وساتل شي.

#تاجیکستان #روسیه #تاریخي\_پېښې

🌐

Author