نثار محمد یوسفزی یو له هغو دریو کسانو دی چې په شلمه لسیزه کې یې د تاجیکستان جمهوریت بنسټونه کیښودل. هغه چې اصلا د اوسني پاکستان د صوابۍ درو څخه و، د دې هیواد په جوړولو کې ډېر مهم رول لوبولی دی.

د دې پښتون اتل نوم د استعمار پر وړاندې مبارزې، انقلابي فعالیتونو او منځنۍ آسیا کې د ښوونې له پراختیا سره تړلی دی. هغه له نصرت الله مخصوم او شیرین شاه سره یوځای د تاجیکستان د ملي اتلانو لقبونه ګټلي دي.

دا درې مخکښې څېرې د جوزف سټالین د واکمنۍ پر مهال اعدام شوې، خو وروسته بې ګناه وپېژندل شوې. د تاجیکستان حکومت تازه د ولسمشر په شتون کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د دوی د قبرونو خاوره له مسکو څخه دوشنبه ته انتقال کړه.

#تاجیکستان #ملي\_اتل #تاریخ

🌐

Author