د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې شواهد ښیي په بنو کې پر امنیتي پوستې وژونکی برید په افغانستان کې د میشتو وسله والو لخوا پلان شوی و. هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت استازی احضار شوی او یو تند بیان ورته سپارل شوی دی.
پاکستاني چارواکي وایي دا برید د می په نهمه نیټه وشو چې په ترڅ کې یې پنځلس پولیس ووژل شول. اسلام اباد د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې سمدستي او مشخص اقدامات وکړي او د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.
بلخوا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت سره خبرې بې پایلې وې. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د ترهګرو د نه ملاتړ لپاره لیکلي تضمین ورکولو ته چمتو نه دی او یوازې شفاهي ژمنې کوي.
#پاکستان #افغانستان #امنیت #برید
🌐