د افغانستان د فوټبال تر شل کلنو کم عمره ملي لوبغاړو د مرکزي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې په خپله وروستۍ لوبه کې د قرغزستان له لوبډلې سره مساوي پایله ترلاسه کړه. دا لوبه په دوشنبه ښار کې ترسره شوه او له کوم ګول پرته پای ته ورسیده.
دا په دې سیمه ییزه سیالۍ کې د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډلې وروستۍ لوبه وه. له بده مرغه افغان ملي لوبغاړو په خپلو تیرو دریو لوبو کې د سیمې د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې ماتې خوړلې وه او په بریا نه وو توانیدلي.
د مرکزي اسیا د فوټبال اتلولۍ سیالۍ د مرکزي اسیا د بیلابیلو هیوادونو د غوره لوبډلو په ګډون له تیرې اونۍ پیل شوې دي. د افغانستان ملي لوبډلې په خپلو تیرو لوبو کې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره مخامخ شوې وه.
🌐
#افغانستان #فوتبال #افغان\_سپورت #مرکزي\_اسیا