د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنټ يو ځل بيا په کابل کې پر اميد مرکز د پاکستان د هوايي بريد د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي بنټ خبرداری ورکړی چې پر ملکي وګړو او غير پوځي تاسيساتو قصدي بريدونه جنګي جنايت ګڼل کېدای شي. هغه د طالبانو له حکومت څخه هم غوښتي چې په روغتيايي او بيا رغونې مرکزونو کې د ناروغانو امنيت په بشپړ ډول خوندي کړي.

اميد مرکز د روږدو کسانو د درملنې لپاره کارول کېده او د ملګرو ملتونو چارواکي ټينګار کوي چې دا ځای يو پوځي هدف نه و. د دې خونړۍ پېښې په اړه د ځواب وينې غوښتنې په زياتېدو دي.

#افغانستان #پاکستان #ملګري\_ملتونه #بشری\_حقونه

🌐

Author