د اروپا نوي کولو سياسي ډلې د اروپا له کمېسيون څخه غوښتي چې په بروکسل کې د طالبانو د حکومت له استازو سره د ليدنې پلان لغوه کړي. دې ډلې دغه کار يوه سياسي او اخلاقي تېروتنه بللې چې ښايي د طالبانو حکومت ته د مشروعيت ورکولو لامل شي.

دې ډلې چې د اروپايي ټولنې د منځلارو ګوندونو څخه جوړه ده ټينګار کړی چې د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د حکومت کړنې له دوی سره هر ډول رسمي تعامل له ننګونو سره مخ کوي. دوی د کډوالۍ په اړه د خبرو لپاره د دې پلاوي بلنه د خپلو ارزښتونو پر وړاندې خيانت بللی دی.

دې ډلې يادونه کړې چې د طالبانو حکومت په سيستماتيک ډول د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه محدود کړي دي. دوی د اروپا له کمېسيون څخه غوښتي چې د طالبانو د حکومت په رسميت نه پېژندلو سياست وساتي او د ښځو حقونو ته لومړيتوب ورکړي.

#اروپا #افغانستان #بشری\_حقونه #ښځې

🌐

Author