په اسټراليا کې مېشته افغان کډواله زکيه احمد په برياليتوب سره د اورسټ غره څوکې ته ختلې او د لومړنۍ افغان ښځې په توګه يې خپل نوم ثبت کړی دی. هغې دا تاريخي کار د افغان ښځو حقونو ته د نړيوالو د پام اړولو لپاره کړی دی.
دې افغان ورزشکارې چې د ملبورن په پوهنتون کې زده کړې کوي د دې کار موخه د خپل هېواد ښځو او نجونو ته هيله ورکول بللي دي. هغه په تنکۍ ځوانۍ کې له يوه بريد څخه ژوندۍ وتلې وه چې د هغې د ژوند تګلاره يې بدله کړه.
زکيې د دې سترې بريا د ترلاسه کولو لپاره خورا سخت تمرينونه کړي او مالي لګښتونه يې هم راټول کړي دي. دا لاسته راوړنه په داسې حال کې ترلاسه شوې چې په افغانستان کې ښځې له ورزش او په ټولنه کې له شتون څخه بې برخې دي.
#ورزش #افغان\_ښځې #اورسټ #زکيه\_احمد
🌐