په بغلان ولايت کې د طالبانو د حکومت سيمه ييزو چارواکو اعلان کړی چې په څو ولسواليو کې د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو له امله لږ تر لږه يوولس کسان مړه شوي دي. دې طبيعي پېښو خورا زيات مالي زيانونه هم اړولي دي.
د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې رياست تاييد کړې چې له دوه سوو څخه زيات د استوګنې کورونه په بشپړ يا قسمي ډول ويجاړ شوي دي. د دې ترڅنګ د افغان بزګرانو زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم تر اوبو او خټو لاندې شوې ده.
افغانستان د اقليمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ يو له تر ټولو زيان منونکو هېوادونو څخه دی او په وروستيو کلونو کې طبيعي پېښو د سلګونو کسانو ژوند اخيستی دی. د سږني پسرلي له پيل راهيسې تر اوسه لسګونه کسان د سېلابونو قرباني شوي دي.
#افغانستان #سېلابونه #بغلان #طبيعي\_پېښې
🌐