د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ډونالډ ټرمپ وروستیو خبرداریو ته په غبرګون کې ویلي چې له دې هیواد سره بیا ځلي جګړه به د امریکا لپاره ډیرې حیرانوونکې پایلې ولري. هغه ټینګار وکړ چې ایران له تیرو تجربو ډیر څه زده کړي دي.
عراقچي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې امریکا په تیرو وختونو کې خپلې ګران بیه جنګي الوتکې له لاسه ورکړې دي. هغه ادعا وکړه چې د ایراني وسله والو ځواکونو له خوا د یوې پرمختللې امریکایي اف پنځه دیرش الوتکې غورځول په رسمي توګه تایید شوي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ډونالډ ټرمپ ویلي وو پر ایران یې برید د خلیج د عربي هیوادونو د مشرانو په غوښتنه په لنډمهاله توګه ځنډولی دی. د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که هوکړه ونه شي، نو نظامي برید به ژر ترسره شي.
#ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ
🌐