د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي. دا پېښه تېره شپه د دې ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې رامنځته شوې ده.

په لغمان کې د طالبانو حکومت د پولیسو قوماندانۍ تایید کړې چې دا پېښه د یوه خاور ډوله موټر او ریکشا د ټکر له امله شوې ده. د دې خونړۍ پېښې اصلي لامل د چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې او ټپیان د ننګرهار ولایتی روغتون ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې په ټول هېواد کې ترافیکي پېښې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي او ښاریان د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي. تېره ورځ هم د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې شپږو کسانو د ترافیکي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

#لغمان #ترافیکي\_پېښه #افغانستان

🌐

Author