وسله والو غلو د خوست ولایت په ګربز ولسوالۍ کې د فیض الله په نوم یو ځوان وژلی دی. دا پېښه د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ رامنځته شوې چې د سیمې د اوسېدونکو ژوره اندېښنه یې راپارولې ده.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا دا ځوان د همدې ولسوالۍ د ورو کلي اصلي اوسېدونکی و. د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې وژونکې پېښې او د عاملینو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو اونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو لکه کابل، بلخ، هرات، ننګرهار او خوست کې وسله والې غلاوې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي. ښاریان وایي چې پخوانی ذهني ارامښت نه لري او د ځان د وېرې له امله له ماښام وروسته کم تګ راتګ کوي.

#خوست #امنیت #افغانستان

🌐

Author