د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې له ایران سره د هوکړې په برخه کې پرمختګونه شوي خو لا زیات کار ته اړتیا ده. په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات لا هم ژور دي.
په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي او د پاکستان د پوځ مشر او د کورنیو چارو وزیر د منځګړیتوب لپاره تهران ته تللي دي. قطر هم د امریکا په همغږۍ د اختلافاتو د حل لپاره یو مرکچي پلاوی د ایران پلازمېنې ته استولی دی.
سره له دې چې ځینې اختلافات کم شوي خو د غني شویو یورانیمو او هرمز تنګي د کنټرول په څېر مسایل لا هم نه دي حل شوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې له دې تنګي څخه د تېرېدو د مالیې اخیستو لپاره د ایران پلان د منلو وړ نه دی.
#امریکا #ایران #هرمز\_تنګی
🌐