د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما ماموریت به وغځول شي، خو دا چاره به د ځینو ځانګړو شرطونو سره مل وي. هغه زیاته کړې چې د دې بنسټ د فعالیتونو په اړه جدي پوښتنې شتون لري.
دغه روسي ډیپلوماټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید یوازې د اعلامیو له خپرولو تېره شي او د افغانستان بشري بحران ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه دا ګامونه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې او یا هم په دوه اړخیزه توګه اړین بللي دي.
تر دې وړاندې د تېر کال په کب میاشت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا د مخالفت له امله د یوناما ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره غځولی و ترڅو هر اړخیزه ارزونه وشي.
#یوناما #ملګري\_ملتونه #افغانستان #روسیه
🌐