د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې یو تنکي ځوان هغه سړی وژلی چې پر ده یې جنسي تیری کړی و .

سرچینې وايي چې طالبانو دا دواړه کسان مخکې د اخلاقي جرم په تور نیولي وو او بیا یې خوشې کړي وو .


دا پیښه د «پنجشنبه بازار» په سیمه کې شوې ده. ویل کیږي چې هلک تر خوشې کیدو وروسته سړی وژلی او بیا یې ځان طالبانو ته تسلیم کړی دی .


دا په تیرو څو ورځو کې په بالامرغاب کې د وژنې دویمه پیښه ده. دغه ډول پیښې د ټولنیز امنیت په اړه اندیښنې زیاتوي .

بادغیس #وژنه #تیری #پیښې #بالامرغاب #افغانستان #امنیت #ټولنه

Author