په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت د استیناف محکمې رییس عین الله خلیل په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دې حکومت سترې محکمې په یوه پیغام کې د هغه مړینه تایید کړې خو د پېښې د دقیق ځای او وخت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. تېره ورځ هم په کندهار او لغمان ولایتونو کې د موټرو د ټکر له امله څو کسان مړه او ټپیان شول.
افغانان د سړکونو له خراب وضعیت او د خوندیتوب د معیارونو له نشتوالي څخه سخته نیوکه کوي. شمېرې ښيي چې یوازې په بدخشان ولایت کې په تېر یوه کال کې سلګونه افغانان په ترافیکي پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
🌐 #خوست #ترافیکي\_پېښې #طالبان #افغانستان