د طالبانو حکومت په افغانستان کې د برېښنا د تولید او لېږد د پراختیا لپاره د یوه پنځه کلن پلان د تصویب خبر ورکړی دی. په دې پلان کې د کورنیو سرچینو لکه لمریزې انرژۍ او ډبرو سکرو څخه په ګټې اخیستنې د برېښنا د تولید پنځه ویشت پروژې شاملې دي.

په دې پرمختیایي پلان کې د نیمګړو پروژو بشپړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د نویو سب سټېشنونو جوړول هم شامل دي. د دې پلان موخه پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه کمول او د اقتصادي ودې پیاوړي کول ښودل شوي دي.

اوس مهال افغانستان خپله ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي او د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی. په کابل او نورو ښارونو کې افغانانو په ځلونو د برېښنا له اوږدمهاله پرچاوۍ څخه شکایت کړی دی.

#افغانستان #برېښنا #طالبان

🌐

Author