یوه جګپوړي برتانوي چارواکي د ماشومانو د واده په اړه د طالبانو حکومت پر نویو قوانینو ژوره اندیښنه ښودلې ده. نوموړي ټینګار کړی چې افغان نجونې باید خوندي شي او د ورته سختو پریکړو قرباني نه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر هم دا قوانین د ښځو او نجونو پر وړاندې د توپیري چلند بنسټیز کول بللي دي. د دې ادارې په وینا د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې د ښځو حقونه د بشپړ له منځه تلو په حال کې دي.
سره له دې د طالبانو حکومت ویاند دا نیوکې بې ارزښته بللي او ویلي یې دي چې د پلار یا نیکه لخوا د ماشومانو واده کول له شرعي پلوه سم دی. دې قانون په کور دننه او نړیواله کچه تند غبرګونونه پارولي دي.
🌐 #افغانستان #ښځې #بشري\_حقونه #طالبان