د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې له دې هېواد څخه ایران ته شاوخوا درې میلیارده ډالر لېږدول شوي دي.
دغه وزارت په یوه رسمي بیان کې روښانه کړې چې دا ادعاوې بیخي ناسمې دي او د اماراتو له لارې د ایران هېڅ کنګل شوې شتمني نه ده ازاده شوې.
تر دې وړاندې په رسنیو کې داسې ګنګوسې وې چې ښايي په عربي هېوادونو کې د ایران کنګل شوې پیسې تهران ته لېږدول شوې وي، چې اوس په رسمي ډول رد شوې.
#امارات #ایران #منځنی\_ختیځ
🌐