د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر له افغانستان سره د تورخم او نورو سرحدي لارو د سمدستي پرانیستلو غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار کړی چې د دې پولو تړل کیدو د دواړو هیوادونو سوداګرو او خلکو ته لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي.

دغه پاکستاني چارواکي د دې کړکیچ د حل لپاره د سوداګرو او قومي مشرانو د یوې ګډې کمیټې د جوړولو وړاندیز کړی دی. د هغه په وینا، دا مهال پولې یوازې په محدودو ساعتونو کې خلاصیږي چې د زرګونو کورنیو ژوند یې اغیزمن کړی دی.

د دې ګوند مشر د دواړو هیوادونو د پولې په اوږدو کې د ځانګړو سوداګریزو سیمو پر جوړولو هم ټینګار وکړ او له ګاونډیو هیوادونو سره یې د قانوني سوداګرۍ غوښتنه وکړه. هغه د پولو تړل او بیکاري د سیمې د ثبات لپاره لویه ننګونه وبلله.

🌐 #افغانستان #پاکستان #تورخم #سوداګري

Author