د کاتولیک کلیسا مشر پاپ لئو څوارلسم په یوه تاریخي اقدام کې د غلامۍ په قانوني کولو کې د واټیکان پر رول بخښنه غوښتې ده. هغه د غلامۍ په غندلو کې دا څو پیړۍ ځنډ د مسیحیت په تاریخ کې یو ژور ټپ بللی دی.

دا لومړی ځل دی چې د کلیسا یو مشر په ښکاره ډول د استعمار او غلامۍ په وده کې د تیرو پاپانو مستقیم رول مني. په پنځلسمه پیړۍ کې واټیکان د فرمانونو په صادرولو سره اروپایي هیوادونو ته د ځمکو د نیولو اجازه ورکړې وه.

پاپ په خپل نوي لیک کې د مصنوعي استخباراتو په دوره کې د نوي استعمار او عصري غلامۍ د خطرونو په اړه هم خبرداری ورکړی دی. هغه د انساني کرامت لا زیاتې پاملرنې او په نننۍ نړۍ کې د کارګرانو له استثمار څخه د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

🌐 #واټیکان #پاپ #غلامي #تاریخ

Author